د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات سږ کال د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي، خو ددې ترڅنګ دوی وایي، په غیر مسلکي توګه د حاصلاتو راټولونې د حاصلاتو اندازه کمه کړې.
د پکتیا د کرنې ريیس ولید احمد تسل له کلید سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د جلغوزیو په حاصلاتو کې شا اوخوا ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی، په داسې حال کې چې پخوا د جلغوزیو حاصلات شاه اوخوا ۱۰۰۰۰ ټنه وو.
د نوموړي په خبره، په غیر مسلکي توګه د جلغوزیو راټولول هم په دې ولایت کې ستره ستونزه ده او د دې ولایت حاصلات یې کم کړي دي. دی واي، د جلغوزیو راټولونه تقریباً په غیر معیاري ده، چې په دې ډول کې د ونو ښاخونه ماتېږي او راتلونکي کال کې په حاصلاتو زښت زیات منفي تاثیر کوي.
د تسل له تجارانو او خصوصي سکټور څخه غواړي، څو په دې برخه کې د دوی ملاتړي وکړي او د کرنې ریاست لخوا په جوړېدونکو پروګرامونو کې برخه واخلي.
په پکتيا کې د سوداګرۍ او صنعت پر وړاندې ترينګلی امنيت، د برېښنا نشتوالی، وران سړکونه او د حکومتي چارواکو او سوداګرو ترمنځ نه همغږي، هغه ستونزې دي، چې د ګڼو پرمختګونو مخه یې نیولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ