ټاكل شوې نن په پايتخت كابل، جنوبي، جنوب ختيځو او ختيځو ولايتونو او د هېواد په نورو هغو سيمو کې، چې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو له خطر سره مخ دي، د واکسين پنځه ورځنى کمپاين پيل شي، چې د جمعې تر ورځې دوام کوي.
د پوليو ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسوول ميرجان راسخ وايي، چې د دې کمپاين په ترڅ کې به شاوخوا شپږ ميليونه پنځه کلن او له دې کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد دوه دوه څاڅکي واکسين ورکړل شي.
په همدې حال كې د ياد پروګرام مسوولين هيله څرګندوني، چې افغانستان به تر راتلونکو درېيو کلونو له دې ناروغۍ پاک شي.
د پوليو په ضد د ملي کمپاين د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د پوليو يا ګوزڼ ۱۲ پېښې تاييد شوي، چې پنځه يې په کندهار، درې په ننګرهار، دوه په هلمند، يوه په زابل او يوه په کندوز کې ده.
د پوليو د ملي پروګرام مشر ميوند احمدزى وايي، د پلان پر بنسټ په راتلونكي ۲۰۱۸ ميلادي کال کې به په هېواد کې د پوليو د ويروس د دوران مخه ونيول شي.
دا ناروغي تقريباً په ټوله نړۍ کې له منځه وړل شوې، خو يوازې په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې لا هم د ماشومانو ژوند ګواښي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


