جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغان ټيلي کام شرکت بايد په خپلو کړنو کې بدلون راولي، چې د سيالۍ توان پيدا کړي.
نوموړي دا خبره د يكشنبې په ورځ په ارګ كې د ده په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا جوړه شوې غونډه كې وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې غونډه كې د نوري فايبر شبکې د داوطلبۍ ارزونې، د مخابراتي شرکتونو د جوازونو د تمديد او د افغان سټ سټلايټ خدمتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
جمهور رئيس غني وويل، د ماليې ورکړه يو واضح معيار دى او شرکتونه بايد د ماليې د ورکړې لپاره واضح پلان ولري.
هغه زياته کړه، د ټکنالوژۍ په اړه بايد ګډه پاليسي ولري او همداراز يو کاري ګروپ پرې کار وکړي، چې په راتلونکي کې هېڅ ډول ابهام په کې نه وي، د دې ترڅنګ دې په ټولو پروژو کې نوري فايبر ته ځاى په پام کې ونيول شي.
د نوموړي په وينا، د مخابراتي شرکتونو لپاره بايد د کيفيت معيار څرګند شي او همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت دې يوه واضحه طرحه وړاندې کړي، ترڅو پر ټولو تطبيق شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


