ads

هلمند كې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند دولتي چارواكي په دې ولايت كې د ۳۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: sarwan
26 لیندۍ 1396
هلمند كې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند دولتي چارواكي په دې ولايت كې د ۳۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

د هلمند ولايت د رسنيو دفتر نن وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نادعلي ولسوالۍ په چاميرزا سيمه کې د روانو پوځي عملياتو په مهال هوايي او ځمکنيو بريدونو ۲۴ طالبان وژلي او درې تنه نور يې ټپيان كړي دي.

سرچينې زياته كړه، په مارجې او نهر سراج ولسواليو کې هم درې طالب وسله وال وژل شوي او پنځه تنه ټپيان دي.

د سرچينې په خبره، په يادو عملياتو کې د مخالفينو يو شمېر موټر سايکلونه، وسلې او مخابرې هم له منځه وړل شوې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA