ads

ننګرهار کې وسله والو طالبانو يو ملكي وګړی وژلی

وسله والو طالبانو د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يو ملكي وګړى وژلى او څلور نور يې له نيولو وروسته بېرته خوشې كړي دي.

نویسنده: sarwan
26 لیندۍ 1396
ننګرهار کې وسله والو طالبانو يو ملكي وګړی وژلی

وسله والو طالبانو د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يو ملكي وګړى وژلى او څلور نور يې له نيولو وروسته بېرته خوشې كړي دي.

د چپرهار ولسوال معلم معشوق كليد ته وويل، د سيمې مشرانو په منځګړيتوب نيول شوي کسان بېرته د طالبانو له بنده خلاص شوي دي.

نوموړي زياته كړه، طالبانو ياد کس له داعش ډلې سره د تړاو په تور وژلى او نيول شوي کسان يې هم په همدې تور له ځانونو سره بېولي وو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA