ads

د پاکستان په کوېټې ښار کې پر يوې کليسا وسله وال بريد شوی

د پاکستان په کوېټې ښار کې پر يوې کليسا  وسله والو بريد شوی، چې په ترڅ کې يې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
26 لیندۍ 1396
د پاکستان په کوېټې ښار کې پر يوې کليسا وسله وال بريد شوی

د پاکستان په کوېټې ښار کې پر يوې کليسا وسله والو بريد شوی، چې په ترڅ کې يې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي پوليس وايي، دا بريد نن مخکې له غرمې زرغون سړک کې په بېټل کليسا باندې شوی، چې په کې ۵ تنه ووژل شول او ۱۶ تنه نور ټپيان شول.

د کوېټې د پوليسو مشر موزم انصاري وويل، چې د بريد په مهال په کليسا کې ۴۰۰ تنه موجود وو، چې تر بريد وروسته يې ټوله کليسا له خلکو پاکه کړه.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، لومړی چاودنه وشوه او ورسره هم مهاله ډزې هم پيل شوې، چې پوليسو يې په اړه ژر اقدام وکړ.

له چاودنې وروسته د ښار په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شو.

د بريد مسوولت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA