ads

جمهور رئيس غني د خوږياڼو قوم له مشرانو او استازو سره وکتل

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، ملي دفاع وزارت ته يې لارښوونه کړې، چې د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په ګډون ټولې اړوندې سيمې له دښمنه پاکې کړي.

نویسنده: sarwan
26 لیندۍ 1396
جمهور رئيس غني د خوږياڼو قوم له مشرانو او استازو سره وکتل

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، ملي دفاع وزارت ته يې لارښوونه کړې، چې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په ګډون ټولې اړوندې سيمې له دښمنه پاکې کړي.

نوموړي دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د خوږياڼو قوم له مشرانو او استازو سره د ليدنې په مهال وكړه.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په پيل كې د خوږياڼو شورا مرستيال محمد عمر شېرزاد، قومي مشر ملک حسن  او د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل اجمل عمر د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.

دوى په يو شمېر برخو كې شته ستونزې له جمهور رئيس غني سره شريکې کړې.

دغو ويناوالو د ميوند معرکې د اتلې ملالۍ د هديرې رغولو، په مسلکي توګه د کانونو را ايستلو، د سړو خونو او کابل – جلال اباد سړک جوړولو، د ټاکنو ترسره کولو او په اساسي توګه د برېښنا ستونزې د حل وړانديزونه وکړل.

وروسته د هېواد جمهور رئيس وويل، د نوي قراراد پر بنسټ به د کابل – جلال اباد لويه لاره په اساسي توګه جوړه  او له منځنۍ اسيا د ۱۰۰۰ مېګا واټه برېښنا له واردولو سره به د ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو د برېښنا ستونزه حل شي.

جمهور رئيس غني زياته كړه، د ميوند معرکې د اتلې ملالۍ هديره به په اساسي توګه ورغول او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA