د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، خوګیاڼو ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو پرمهال ۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله ۵ داعش وسله وال وژل شول شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، د وژل شویو داعش وسله والو جسدونه د نښتې په سیمه کې پراته دي.
خوږیاڼی زیاتوي، په روانو عملیاتو کې ګڼ شمېر سیمې د داعش وسله والو له شتونه هم پاکې شوې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


