ads

هلمند كې به لوحې اصلاح شي

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې د لوحو د اصلاح لپاره يو کمېسيون جوړ شوى دى.
دوى زياتوي، هغه لوحې به اصلاح كړي، چې له دوو ملي ژبو سره په ټكر كې وي.

نویسنده: sarwan
24 لیندۍ 1396
هلمند كې به لوحې اصلاح شي

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې د لوحو د اصلاح لپاره يو کمېسيون جوړ شوى دى.
دوى زياتوي، هغه لوحې به اصلاح كړي، چې له دوو ملي ژبو سره په ټكر كې وي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فريد احمد فرهنګ وايي، جوړ شوي كمېسيون په لښکرګاه ښار کې د اصلاح وړ لوحو سروې پيل کړې او هغه لوحې، چې معياري نه وي، د هغو لپاره به بديل لغتونه د پوهنتون د استادانو او اديبانو له لوري ورته وړاندې شي.
فرهنګ زياتوي، چې د غيرې معياري لوحو د اصلاح لپاره يې دوكاندارانو، د شرکتونو مسوولينو او روغتونونو ته لس ورځې وخت وركړى، ترڅو خپلې لوحې له ټاکل شوي کمېسيون سره په همغږۍ اصلاح کړي.
دغه راز د ياد کمېسيون غړي غوښتنه كوي، چې يو فرهنګي بورډ دې رامنځته شي، د همدې بورډ له لارې دې ټولې فرهنګي او ادبي چارې کنټرول او وڅارل شي او د هغو لوحو او بېنرونو له چاپ څخه دې ډډه وشي، چې له دوو ملي ژبو سره په ټکر کې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA