ads

ننګرهار كې سلګونو كورنيو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونكو چارو رياست په هڅو د مرستندويه ادارو له لوري له څه باندې ۱۲۰۰ راستنو شوو او د خوږياڼو ولسوالۍ بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

نویسنده: sarwan
24 لیندۍ 1396
ننګرهار كې سلګونو كورنيو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونكو چارو رياست په هڅو د مرستندويه ادارو له لوري له څه باندې ۱۲۰۰ راستنو شوو او د خوږياڼو ولسوالۍ بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کډوالو او راستنېدونكو چارو د رئيس غلام حيدر فقيرزي له قوله راغلي، له خوږياڼو ولسوالۍ نه ۲۵۰ بې ځايه شوو کورنيو سره په ثمرخېلو سيمه کې د UNHCR ادارې له لوري د نغدو پيسو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امريکايي ډالر او درې کمپلې ورکړل شوې.
نوموړی وايي، دغه راز د يادې ولسوالۍ ۲۰۰ نورو کورنيو ته ژمني توکي او ۶۰ کورنيو ته ۱۸۰، ۱۸۰ امريکايي ډالر وركړل شول.
بل لور ته له پاکستانه راستنو شوو ۷۰۰ کورنيو ته د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته ووېشل شوه.
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونكو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي، يادې کورنۍ په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې له پاکستانه راستنې شوي، چې هرې کورنۍ سره د خوراک نړيوال پروګرام له لوري د خوراکي توکو او ۱۳۷ کورنيو سره د ډي آر سي ادارې لخوا د ۱۴ – ۱۴ زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA