ads

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
24 لیندۍ 1396
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په ننګرهار، پکتيکا، کندهار، فراه، فارياب، بغلان، جوزجان او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د سرچينې په خبره، د عملياتو په مهال يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي او ځينې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ تصفيوي او ۱۶ ځانګړي کومانډويي عمليات د هېواد په پنځو ولايتونو کې ترسره شوي، هوايي ځواکونو ۵۷ پروازونه د ملي اردو د ملاتړ په هدف کړي او د مخالفينو پر پټنځايونو نهه هوايي بريدونه شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA