د جمهور رئيس غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه وشوه
د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه تېر مازديګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د باميانو ښاروالۍ انکشافي طرحې، د سنايي غزنوي د استوګنې ښارګوټي د تکميلي طرحې، د سوداګريزو ودانيو په سکټور کې د پانګونې او د کابل ښار د ټرانسپورټي زېربناوو د جوړولو او بيارغونې په اړه بحث او خبرې وشوې.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed