ads

د جمهور رئيس غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه وشوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه تېر مازديګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د باميانو ښاروالۍ انکشافي طرحې، د سنايي غزنوي د استوګنې ښارګوټي د تکميلي طرحې، د سوداګريزو ودانيو په سکټور کې د پانګونې او د کابل ښار د ټرانسپورټي زېربناوو د جوړولو او بيارغونې په اړه بحث او خبرې وشوې.

نویسنده: sarwan
24 لیندۍ 1396

جمهور رئيس غني وويل، هغه تحرک چې په ښارواليو کې رامنځته شوى، مثبت دى او بايد د زېربناوو برخه کې د ښارونو د اړتيا وړ يوه بسته په نظر کې ونيول شي، چې په ټولو ښارونو کې ترې ګټه واخلي.
هغه زياته كړه، کومې ادارې چې د ښارواليو پوروړې دي، بايد د ادارو له عمومي بوديجې څخه هغه پيسې وضع او د ښارواليو حساب ته ولېږدول شي.
د هېواد جمهور رئيس ټينګار وکړ، په باميانو کې دې د ګرځندوى د جذب لپاره پلان جوړ شي.
وروسته د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبيب زي د سوداګريزو ودانيو په سکټور کې د پانګونې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او د فيس په برخه کې يې د تخفيف غوښتنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA