د اروزګان ولايت په مركزي زندان كې د پنجشنبې په ورځ د ښځينه بنديانو څانګه پرانيستل شوه.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري د دې څانګې د پرانيستې په مهال وويل، چې مخكې ښځينه بنديانې د امن په خونه كې ساتل كېدې.
هغه زياته كړه، د يادې څانګې په پرانيستل كېدو سره به د ښځينه بنديانو ستونزې كمې شي.
يوې مجرمې ښځې د نوم نه ښودو په شرط كليد ته وويل، مخكې به وېرېدله چې كوم څوك ورته زيان و نه رسوي، خو د اروزګان مركزي زندان ته په راتګ خوشاله ده او د وېرې هېڅ احساس نه كوي.
په اروزګان کې د ښځو لپاره داسې مهال زندان پرانيستل كېږي، چې په دې وروستيو کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى.


