په افغانستان کې د جاپان سفير ميتسوجي سوزوکا نن د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ليدنې په مهال په دې ولايت كې د يو شمېر نورو پروژو د پلي كولو ژمنه وكړه.
دواړو مشرانو د ننګرهار د سياسي، ټولنيز، اقتصادي، روغتيايي او پوهنيز وضعيت او ځينو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
منګل په ننګرهار كې د جاپان په مرسته د ۴۲ بېلابېلو پروژو د پلي کېدو، ۱۴ ښوونځيو، دوه سړکونو او درېيو کلينيکونو د جوړولو له كبله مننه وکړه.
هغه وويل، له کډوالۍ راستنې شوې کورنۍ اتيا فيصده په ننګرهار کې مېشتې شوي او له همدې كبله پر ټولو سکټوري ادارو ځانګړي فشارونه رامنځته شوي، چې له جاپان څخه يې په دې او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د جاپان سفير خوښي وښوده، چې په مستقيم ډول ورڅخه د ولايت په کچه د مرستو غوښتنه کېږي او ژمنه يې وکړه، چې د کليو د بيارغونې او پراختيا، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو په چوکاټ کې به په لومړيتوب کې ننګرهار ته پروژې ورکړي.


