ads

فارياب کې ۵۰ کروندګرو مېرمنو ته د کروندګرۍ تجهيزات ورکړل شول

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت فارياب ولايت کې کروندګرو مېرمنو ته د ۵۰ ګل خونو جوړولو تجهيزات ورکړل، چې د پرمختګ په برخه کې هغوی ته زمينه برابره کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 لیندۍ 1396
فارياب کې ۵۰ کروندګرو مېرمنو ته د کروندګرۍ تجهيزات ورکړل شول

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت فارياب ولايت کې کروندګرو مېرمنو ته  د ۵۰ ګل خونو جوړولو تجهيزات ورکړل، چې د پرمختګ په برخه کې هغوی ته زمينه برابره کړي.

د فارياب ولايت  د بڼوالۍ د پروګرام مسوول محمد اسلم حامد وايي، دا تجهيزات شاوخوا پنځوس کروندګرو مېرمنو ته ووېشل شول.

نوموړي زياته کړه، دا پروګرام د ميمنې ښار په پشتون کوټ، خواجه سبزپوش او شيرين تګاب کې د ګل خونو، کورنيو باغچو او د کروندګرو مېرمنو د اقتصادي برخې د ودې لپاره پيل شوي د‌ي.

د حامد په وينا، دا اقلام هغو مېرمنو ته ووېشل شول، چې په کروندګرۍ کې مخکښې دي او د ونو، کښت او د سبزيجاتو په بسته بندۍ کې کار کوي.

د ده د معلوماتو له مخې تېر کال ۷۵ مېرمنې له دې پروګرامه برخې منې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې فارياب کې شاوخوا درې زره مېرمنې په بېلابېلو برخو کې په کروندګرۍ بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA