په هرات كې تېره ورځ د سوداګريزو اړيكو د پياوړتيا په هدف د افغانستان او ايران ګډ دولسم څلور ورځنى نندارتون پرانيستل شو.
په دې نندارتون كې ۵۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوي، چې ۱۰ يې د افغاني توليداتو دي او ۴۰ نورې په ايراني سوداګرو پورې تړاو لري.
ځينې غرفه لرونكي وايي، ډېرى هېوادوال له داخلي توكو بهرنيو ته زياته ترجېح وركوي او دا كار د دې سبب كېږي، چې كورنى صنعت له ركود سره مخ شي.
بلخوا د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې رئيس سعد خطيبي وويل، دا ډول نندارتونونه كولاى شي، چې د رقابت زمينې زياتې كړي.
د افغانستان او ايران ګډ نندارتون كې كورني او كرنيز سامان الات، خوراكي توكي، بېلابېل فرشونه او وچې مېوې نندارې ته ايښودل شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ