ولسي جرګې نن د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بوديجې طرحه رد کړه.
د دې جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي په عمومي غونډه كې وويل، چې د بوديجې طرحه د ولايتونو ترمنځ د توازن نشتوالي، ځينو ادارو ته د زياتو مالي لګښتونو په پام کې نيولو او ځينو نورو ستونزو له كبله رد شوه.
د۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه ۳۶۰ ميليارده افغانۍ ده، چې ۲۶۷ ميليارده افغانۍ يې عادي او ۹۳ ميليارده افغانۍ يې پراختيايي بوديجه ده.
د دې بوديجې ۴۵ فيصده له داخلي عوايدو، ۵۲ فيصده يې له بهرنيو مرستو او پاتې درې فيصده يې د ماليې وزارت له لوري برابرېږي.
د اساسي قانون له مخې، په کابينه کې د بوديجې د وړانديز شوي پلان له تاييد وروسته لومړى دا بوديجه مشرانو جرګې او بيا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.
خو مشرانو جرګې تر دې وړاندې د بوديجې دا طرحه تاييد کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


