ننګرهار كې يو مشهور طالب قوماندان نيول شوی

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، مومندرې ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو مشهور قوماندان له يو شمېر وسلو او تجهيزاتو سره نيولى دى.