ads

ننګرهار كې يو مشهور طالب قوماندان نيول شوی

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، مومندرې ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو مشهور قوماندان له يو شمېر وسلو او تجهيزاتو سره نيولى دى.

نویسنده: sarwan
22 لیندۍ 1396
ننګرهار كې يو مشهور طالب قوماندان نيول شوی

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، مومندرې ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو مشهور قوماندان له يو شمېر وسلو او تجهيزاتو سره نيولى دى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال كليد ته وويل، تېره شپه يې د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې ځانګړي عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د طالبانو مشهور قوماندان حنيف الله، چې په پړق مشهور و، نيول شوى دى.
مشرقيوال زياته كړه، په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو يو ميل پيکا، يو ميل کلاشينکوف، يوه تومانچه او د طالبانو ۵۵ بيرغونه هم نيولي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA