جمهور رئيس غني د ترکيې استانبول ښار ته ورسېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د ګډون په هدف تېره شپه د ترکيې استانبول ښار ته ورسېد.