جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د ګډون په هدف تېره شپه د ترکيې استانبول ښار ته ورسېد.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني به په ياده ناسته کې د ګډون ترڅنګ نن په خپله وينا کې د بيت المقدس په رسميت پېژندلو او دغه ښار ته د امريکا متحدو ايالتونو د سفارت د انتقال په اړه د افغانستان د حکومت او خلکو ليدلورى او اندېښنه بيان کړي.
د هېواد له جمهور رئيس سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوى وزير صلاح الدين رباني، د جمهوري رياست د عالي مقام سلاکار فضل محمود فضلي او د جمهوري رياست د عالي مقام دفتر عمومي رياست د ستراتېژيکو اړيکو او رسنيو مرستيال محمد هارون چخانسوري ملتيا کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


