په داسې حال كې، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنو لپاره د ۱۳۹۷ لمريز كال د چنګاښ ۱۶مه نېټه ټاكلې وه، نن دغه كمېسيون په راتلونكي لمريز كال كې د دغو ټاكنو ترسره كېدو ته مشروط چمتووالى وښود.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وياند ګلاجان عبدالبديع صياد په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، ټاكنې د دې كمېسيون د پلان له مخې ترسره كېږي، په دې شرط، چې امنيت په سم ډول او د امنيتي ارګانونو د هوكړه ليكونو او ژمنو مطابق ټينګ شي.
صياد زياته كړه، هركله چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون كوم غړى استعفا وركوي، عزل او يا له دندې ګوښه كېږي، د قانون له مخې بايد تر يوې اونۍ معرفي شي، خو په تېره يوه مياشت كې دا كار نه دى شوى.
نوموړي له حكومته وغوښتل، چې د ياد كمېسيون د رياست چوكۍ ته ژر تر ژره وړ شخص معرفي كړي، ترڅو اداري پلاوى يې بشپړ شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيس نجيب الله احمدزى څه موده وړاندې د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لوري له دندې ګوښه كړاى شو، خو د ملي يووالي حكومت تراوسه د هغه د ځايناستي په توګه كوم كس معرفي كړى نه دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


