ads

د ننګرهار د خوږياڼو له څه باندې زرو بې ځايه شوو كورنيو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ څه باندې زرو بې ځايه شوو كورنيو ته د نغدو پيسو، خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

نویسنده: sarwan
21 لیندۍ 1396
د ننګرهار د خوږياڼو له څه باندې زرو بې ځايه شوو كورنيو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ څه باندې زرو بې ځايه شوو كورنيو ته د نغدو پيسو، خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دا مرسته د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو رياست په هلو ځلو او د بېلابېلو مرستندويه ادارو په مالي همکارۍ برابره شوې وه، چې د خوږياڼو ولسوالۍ ناامنه سيمو نه د دې ولسوالۍ د بېلابېلو امن سيمو ترڅنګ سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار ته بې ځايه شوو کورنيو ته تېره ورځ وسپارل شوه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د رئيس غلام حيدر فقيرزي له قوله راغلي، ۳۴۶ کورنيو سره د خوراک نړيوال پروګرام لخوا د خوراکي توكو او ۱۵۰ کورنيو سره د افغان ايډ او UNHCR ادارو له لوري د اشپزخانې وسايلو مرسته وشوه.
فقيرزى وايي، ۲۸۵ کورنيو سره د ډي آر سي موسسې له لوري د نغدو پيسو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته دېرش دېرش زره افغانۍ وركړل شوې او دغه راز ۲۴۶ کورنيو سره د IRC ادارې لخوا د شپږ شپږ زره افغانيو مرسته وشوه.
نوموړى زياتوي، ۲۰ کورنيو ته د سرپناه په هدف يوه يوه خېمه ورکړل شوه او ټينګار يې وکړ، چې د خوګياڼو ولسوالۍ بې ځايه شوو کورنيو سره به نورې مرستې هم وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA