د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د بهرنيو هوايي ځواکونو په ملتيا د سنګين ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر پټنځايونو هوايي بريدونه شوي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې په دغو هوايي بريدونو كې پنځه مخالفين وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
سرچينه وايي، د عملياتو په مهال ۲۸ کړۍ ډول ډول ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


