ads

كابل كې د يوې كورنۍ د لسو غړو د وژنې په تور درې تنه ونيول شول

پوليس وايي، د تېرې شنبې په شپه د كابل ښار د خيرخانې سيمې د يوې كورنۍ د لسو غړو د وژنې په تور يې درې تنه نيولي دي.

نویسنده: sarwan
20 لیندۍ 1396
كابل كې د يوې كورنۍ د لسو غړو د وژنې په تور درې تنه ونيول شول

پوليس وايي، د تېرې شنبې په شپه د كابل ښار د خيرخانې سيمې د يوې كورنۍ د لسو غړو د وژنې په تور يې درې تنه نيولي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئيس محمد سالم الماس رسنيو ته ويلي، دا كسان د يكشنبې په ورځ د كابل – بغلان پر لويه لاره هغه مهال ونيول شول، چې كابل ته روان وو.
نوموړي زياته كړې، دغه كسان د يادې كورنۍ د خپلوانو له لوري پېژندل شوي دي.
د الماس په وينا، هغوى له پېښې وروسته مزار شريف ښار ته وتښتېدل، خو د كابل يوه ډله پوليس ورپسې دې ښار ته ورغلل او پرون كابل ته د بېرته ستنېدو په حال كې ونيول شول.
بلخوا د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته د وينا په مهال د يادو تورنو كسانو په نيول كېدو خوښي څرګنده كړه.
هغه د كورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست څخه وغوښتل، چې دا قضيه په جدي توګه تعقيب كړي او ويې څېړي.
دا لومړى ځل نه دى، چې كابل ښار د داسې يوې پېښې شاهد دى.
څو مياشتې وړاندې د دې ښار د لسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې هم د يوې كورنۍ پنځه ماشومان په مرموز ډول وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA