د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د سېلاب څلور نهم نمبر عملياتو په ترڅ کې ۱۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د پيل شوو عملياتو په مهال نهه داعشيان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
نوموړي كليد ته وويل، په دغو عملياتو كې تراوسه پنځه كلي د داعش وسله والو له شتونه پاك شوي دي.
چارواکي دا هم وايي، چې په حصارک ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو له لوري په تېرو پنځو ورځو کې د يو شمېر مهمو قوماندانانو په ګډون ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


