د ملي امنيت ځواکونو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې يو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاص کړى او په تور يې لس کسيزه ډله نيولې ده.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل نن د يوې خبري غونډې په مهال وويل، شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کامې ولسوالۍ د مستعلي له سيمې يو ۱۸ کلن ځوان د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوى و، چې امنيتي ځواکونو د ولسونو په همکارۍ خوشې کړى دى.
نوموړي زياته كړه، د تښتونې پېښې په تړاو لس کسان نيول شوي، چې مشري يې د خليل الرحمن په نوم د لغمان ولايت د يوه اوسېدونکي پر غاړه وه.
په ورته وخت کې د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد وويل، چې د کامې ولسونه د حکومت ملاتړي دي او په خپلو سيمو کې به له دې وروسته هېڅ ورانکارې کړنې ترسره کېدونکو خلکو ته اجازه ورنه کړي.
د ملي امنيت ځواکونه د انسان تښتوونکو دا لس کسيزه ډله په داسې حال کې نيسي، چې په دې وروستيو کې د انسان تښتونې پېښو د ډېرېدو له کبله د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي.


