له کندهار محبس څخه لسګونه بنديان خوشې شول

د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ۱۱۰ مې او ۱۲۴ مې ګڼې فرمانونو پر بنسټ د شنبې په ورځ له کندهار محبس څخه ۴۲ بنديان، چې دوه په كې ښځې وې، خوشې شول او د ۲۷ نورو بنديانو د بند په موده کې کمښت راغى.