د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ۱۱۰ مې او ۱۲۴ مې ګڼې فرمانونو پر بنسټ د شنبې په ورځ له کندهار محبس څخه ۴۲ بنديان، چې دوه په كې ښځې وې، خوشې شول او د ۲۷ نورو بنديانو د بند په موده کې کمښت راغى.
د كندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، والي
تورن جنرال زلمي ويسا د بنديانو د خوشې کولو په مهال له هغوى وغوښتل، چې نور له قانون څخه سرغړونه و نه کړي او د خپلې ټولنې په بقا کې رغنده رول ولوبوي.
وروسته ويسا د کندهار محبس د ښځينه پوليسو لپاره د طعام خورۍ ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده، چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
پر دې ودانۍ ۴۵۰۰۰ امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د UNDP مرستندويه ادارې لخوا ورکول کېږي.


