د ننګرهار ۵۰۰ بېوزلو مېرمنو سره د هګیو د چرګو مرسته وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له لوري د بهسودو او کامې ولسواليو ۵۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کورني اقتصاد د پياوړتيا په هدف د هګيو ۱۵ زره چرګې ووېشل شوې.
مسوولين وايي، پر دغې پروژې ۱۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.