ads

د ننګرهار ۵۰۰ بېوزلو مېرمنو سره د هګیو د چرګو مرسته وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له لوري د بهسودو او کامې ولسواليو ۵۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کورني اقتصاد د پياوړتيا په هدف د هګيو ۱۵ زره چرګې ووېشل شوې.
مسوولين وايي، پر دغې پروژې ۱۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

نویسنده: sarwan
19 لیندۍ 1396
د ننګرهار ۵۰۰ بېوزلو مېرمنو سره د هګیو د چرګو مرسته وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له لوري د بهسودو او کامې ولسواليو ۵۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کورني اقتصاد د پياوړتيا په هدف د هګيو ۱۵ زره چرګې ووېشل شوې.
مسوولين وايي، پر دغې پروژې ۱۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزي وويل، چې دوى به له يادو فارمونو څخه تر ۱۵ مياشتو پورې څارنه کوي او د بازار موندنې په برخه کې يې هم ورته لازم تدابير نيولي دي.
هغه زياته كړه، په يوه وخت دغه ۱۵ زره چرګې تر ۱۳ زره پورې هګۍ توليدوي، چې د يوې کورنۍ ټولې اړتياوې پوره کولاى شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له لوري د بهسودو او کامې ولسواليو ۵۰۰ بېوزلو مېرمنو سره په داسې حال کې د هګيو د چرګو مرسته کېږي، چې لا هم مېرمنې د تاوتريخوالي له بېلابېلو ډولونو رنځ وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA