امنيتي ځواكونو د هلمند ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په ضد تصفيوي عمليات ترسره كړي دي.
د ګرشک امنيه قوماندان څارمن محمد اسمعيل خپلواک كليد ته وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ د دې ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه كې ترسره شول.
هغه زياته كړه، د عملياتو په مهال د طالبانو نهه پټنځايونه له منځه تللي او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


