ads

ننګرهار كې د سرحدي پوليسو پر موټر چاودنه شوې

د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى دى.

نویسنده: sarwan
18 لیندۍ 1396
ننګرهار كې د سرحدي پوليسو پر موټر چاودنه شوې

د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى دى.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي كليد ته وويل، چې نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې د سرخرود ولسوالۍ اړوند نغرک سيمه کې د سرحدي ځواکونو پر رېنجر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، د چاودنې له کبله يو پوليس برسېرن ټپي شوى او نور چا ته زيان نه دى اوښتى.
تراوسه د دغې پېښې په اړه د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA