ads

كابل ښار كې د يوې كورنۍ ۱۳ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواكي د پنځلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د يوې كورنۍ د ۱۳ غړو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: sarwan
18 لیندۍ 1396
كابل ښار كې د يوې كورنۍ ۱۳ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواكي د پنځلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د يوې كورنۍ د ۱۳ غړو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د كورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش كليد ته وويل، چې تېره شپه ناوخته يو نامعلوم وسله وال كس د پنجصد فاميلي سيمې اړوند يو كور ته ننوتى، د دې كورنۍ ۱۰ غړي يې وژلي او درې تنه نور يې ټپيان كړي دي.
د هغه په وينا، په وژل شوو كې څلور ښځې او شپږ سړي شامل دي.
دانش زياته كړه، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او امنيتي ځواكونه هڅه كوي، چې قاتل ژر تر ژره ونيسي.
دا لومړى ځل نه دى، چې كابل ښار د داسې يوې پېښې شاهد دى.
څو مياشتې وړاندې د دې ښار د لسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې هم د يوې كورنۍ پنځه ماشومان په مرموز ډول وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA