ads

غزني كې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د غزني ولايتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
18 لیندۍ 1396
غزني كې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د غزني ولايتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، چې طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د قره باغ ولسوالۍ په لېونۍ بازار سيمه كې د ملي اردو پر يوې امنيتي پوستې ډله ييز بريد وكړ او نښتې شاوخوا څلور ساعته دوام درلود.
د نوموړي په وينا، د جګړې په مهال د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
نوري وايي، په متقابلو ډزو او پيل شوو تصفيوي عملياتو كې اته طالبان هم وژل شوي او ۱۲ تنه ژوبل دي.
د هغه په خبره، د سيمې په شاوخوا كليو كې د امنيتي ځواكونو تصفيوي عمليات دوام لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA