ads

ښايي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنې په خپل وخت و نه شي

ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې او نوملړ مهالوېش ښيي، چې ټاکنې په ټاکلې نېټې يعنې د ۱۳۹۷ لمريز كال د چنګاښ په ۱۶مه نه ترسره کېږي.

نویسنده: sarwan
15 لیندۍ 1396
ښايي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنې په خپل وخت و نه شي
Voter registration for presidential elections 2014...epa03780523 Afghan women show their voter registration cards for presidential elections scheduled for April 2014, in Kabul, Afghanistan, 08 July 2013. Registration, which began 26 May, will continue until two weeks before election day, slated for 05 April 2014, the electoral commission said. EPA/S. SABAWOON

ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې او نوملړ مهالوېش ښيي، چې ټاکنې په ټاکلې نېټې يعنې د ۱۳۹۷ لمريز كال د چنګاښ په ۱۶مه نه ترسره کېږي.
د دغه مهالوېش د خپرې شوې كاپۍ له مخې، د رايې ورکوونکو د معلوماتو او نوملړ ليکلو بهير بايد د ۱۳۹۷ کال د وري مياشتې له شپږمې د زمري تر ۲۳مې نېټې برابر او بشپړ شي.
دې مهالوېش ته په پام سره د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو د چمتووالي ټول بهيرونه د ۱۳۹۷ كال د زمري تر ۲۳مې نېټې بشپړېږي، په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د ۱۳۹۷ كال د چنګاښ ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا اجرايوي رئيس يوسف رشيد وايي، که چېرې د رايې ورکوونکو د نوملړ او نوم ليکنې دا مهالوېش کره او نهايي وي، د اندېښنې وړ دى.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه مهالوېش نهايي نه ګڼي او په خبره يې، ياد مهالوېش د دې كمېسيون د تخنيکي برخې لخوا برابر شوى، خو تراوسه د کمېشنرانو له لوري نه دى تاييد شوى او په اړه به يې نهايي پرېكړه وروسته وشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA