د هرات د مستوفیت په عوایدو کې کمښت راغلی

د هرات ولایت په مستوفیت اداره کې د روان مالي کال په اوږدو کې له ۵۰۰ میلیونو څخه د ډېرو افغانيو کمښت راغلی.
د دې ولایت مستوفي میرویس حبیب زاده کلید ته وویل، چې د روان مالي کال لپاره ۳ میلیارده او ۵۳۹ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، خو په تېرو یوولس میاشتو کې یوازې ۲ میلیارده او ۸۷۵ میلیونه افغانۍ راټولې شوې دي.