ads

د هرات د مستوفیت په عوایدو کې کمښت راغلی

د هرات ولایت په مستوفیت اداره کې د روان مالي کال په اوږدو کې له ۵۰۰ میلیونو څخه د ډېرو افغانيو کمښت راغلی.
د دې ولایت مستوفي میرویس حبیب زاده کلید ته وویل، چې د روان مالي کال لپاره ۳ میلیارده او ۵۳۹ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، خو په تېرو یوولس میاشتو کې یوازې ۲ میلیارده او ۸۷۵ میلیونه افغانۍ راټولې شوې دي.

نویسنده: sarwan
15 لیندۍ 1396

د حبیب زاده په وينا، د مستوفيت په عوايدو کې کمښت د مالیې نه ورکړه ده او زياته يې کړه، چې دا اداره هڅه کوي دا کمښت پوره کړي.
د هرات مستوفي وایي، د ټاکل شوي پلان پر بنسټ عوایدو کې کموالی ښودل کېږي، خو د تېر کال په پرتله بيا هم ۶ فيصده ډېر دي.
د هرات مستوفیت په داسې حال کې د عوایدو د کموالي خبره کوي، چې یو شمېر مالیه ورکوونکي په هرات کې د ماليې په زیاتوالي انتقاد کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA