ads

افغانستان او ازبکستان په منځنۍ اسيا کې دوه دوامدار همکار او متحد هېوادونه

جمهور رئيس محمد اشرف غني او ورسره پلاوي تېره شپه د ازبکستان لومړي وزير عبدالله اريپوف له لوري د دغه هېواد په جمهوري رياست ماڼۍ کې د دوى په وياړ جوړه شوې رسمي مېلمستيا کې ګډون وکړ.

نویسنده: sarwan
15 لیندۍ 1396
افغانستان او ازبکستان په منځنۍ اسيا کې دوه دوامدار همکار او متحد هېوادونه

جمهور رئيس محمد اشرف غني او ورسره پلاوي تېره شپه د ازبکستان لومړي وزير عبدالله اريپوف له لوري د دغه هېواد په جمهوري رياست ماڼۍ کې د دوى په وياړ جوړه شوې رسمي مېلمستيا کې ګډون وکړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، په دې مېلمستيا کې، چې د افغانستان او ازبکستان يو شمېر پانګه والو او سوداګرو هم حضور درلود، جمهور رئيس غني د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په خطاب کې وويل، دې سفر د اړيکو او همکاريو تازه څپرکى په ځانګړي ډول په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې پرانيست.
نوموړي زياته کړه، افغانستان او ازبکستان به په منځنۍ اسيا کې دوه دوامدار همکار او متحد هېوادونه وي او ازبکستان يې له عمده شريکانو څخه دى.
افغان جمهور رئيس همدارنګه وويل، تېره ورځ چې پر څو پروژو هوكړه وشوه، يوه يې د برېښنا انرژۍ انتقال دى، چې په تطبيق سره به يې د افغانستان ۱۲ ولايتونه له برېښنا برخمن او د پانګونې لپاره د ډاډ وړ انرژي برابره شي.
جمهور رئيس غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزيټ ارزښت ته په اشارې څرګنده کړه، چې د مزار شريف – هرات د اورګاډي کرښې پروژې د تطبيق په اړه تفاهم کولاى شي د صادراتو او سيمه ييز اتصال زمينه برابره کړي.
د هغه په وينا، دا د سيمې لپاره يوه له لويو ټرانزيټي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې دوه هېوادونه يې پر تمويل او تطبيق په جديت کار کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA