ads

چين د افغان سولې پروسې په برخه كې همكارۍ ته چمتووالى وښود

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، د سيمې هېوادونو لپاره د دې وخت را رسېدلى، چې د افغان حکومت له لوري له وړاندې کېدونکو فرصتونو ګټه پورته او افغانستان د همکاريو په محور بدل کړي.

نویسنده: sarwan
14 لیندۍ 1396
چين د افغان سولې پروسې په برخه كې همكارۍ ته چمتووالى وښود

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، د سيمې هېوادونو لپاره د دې وخت را رسېدلى، چې د افغان حکومت له لوري له وړاندې کېدونکو فرصتونو ګټه پورته او افغانستان د همکاريو په محور بدل کړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د خپل كار په دفتر كې د افغانستان او پاکستان لپاره د چين له ځانګړي استازي ډينګ سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د اتمر له قوله راغلي، د سيمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې شريکې ګټې او ګډ دښمن لري، چې د دښمن د ځپلو او ګډو ګټو ته د رسېدو لپاره صادقانه همکاريو ته جدي اړتيا ده.
نوموړي زياته كړه، هغه هېوادونه، چې له وسله والو سره اړيکې لري، خپلې اړيکې دې پر مثبت جهت وکاروي او مخالفين دې له افغان حکومت سره سولې ته چمتو کړي.
بلخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړي استازي ډينګ د افغان سولې پروسې په برخه كې د چين د سياسي مشرتابه له بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په دغې ليدنه کې د چين، افغانستان او سيمې په کچه د اړيکو د پراختيا او ثبات په هدف پر يو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA