د پکتيا زرمت په دوو ولسواليو ووېشل شوه

د پکتيا لويه زرمت ولسوالي په دوو ولسواليو ووېشل شوه.
د پکتيا ولايت مقام څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه كار د ولايتي ادارې په هڅو، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهور رئيس د امر پر بنسټ ترسره شوى دى.