د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د “جينسېنګ انرژي کپ” د درېيو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لومړۍ سيالي نن ترسره كېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو په متحده عربي اماراتو كې پيل شي.
دواړو لوبډلو تېره ورځ د نننۍ لوبې لپاره په بېلابېلو برخو کې تمرينونه وكړل.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، چې دغه يو ورځنۍ نړيوالې سيالۍ د شارجې په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره كېږي.
سرچينه زياتوي، د دواړو لوبډلو ترمنځ به دويمه لوبه د روانې ډسمبر مياشتې په اوومه او درېيمه سيالي په لسمه نېټه وي.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان او ايرلنډ د کرکټ د نړيوالې شورا د بشپړ غريتوب له ترلاسه کولو وروسته له يو بل سره مخ کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


