جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تېر ماښام د ازبکستان پايتخت تاشکند ته ورسېد.
ارګ وايي، جمهور رئيس غني ته په اسلام کريموف نړيوال هوايي ډګر کې د ازبکستان لومړي وزير عبدالله اريپوف، د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف، د دغه هېواد ځينو نورو چارواكو او هلته يو شمېر مېشتو افغان ډيپلوماټانو تود هرکلى ووايه.
نوموړى به په دې سفر کې د ازبکستان جمهور رئيس شوکت ميرضيايف او د دغه هېواد لومړي وزير عبدالله اريپوف سره وويني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په بېلابېلو برخو کې د اړيکو پر پراختيا او همکاريو خبرې وکړي.
دغه راز به د افغانستان او ازبکستان مشران ګډه اعلاميه هم صادره کړي.
د دې سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو چارواكي په بېلابېلو برخو کې څو هوكړه ليكونه او د همکاريو سندونه په ځانګړي ډول د امنيتي، ځمکني او هوايي ټرانزيټ، اقتصاد او سوداګرۍ، لوړو زده کړو، انرژۍ او کرنې سکټورونو او د حقوقي مرستو هوكړه لاسليک کړي.
افغان جمهور رئيس به د تاشکند او بخارا ښارونو له ځينو تاريخي ځايونو ليدنه او په بخارا پوهنتون کې به ډيپلوماټانو او د دې پوهنتون محصلينو او استادانو ته وينا هم وکړي.


