ads

افغانستان كې د القاعده ډلې مشر عمر خطاب ووژل شو

امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال په افغانستان كې د القاعده ډلې مشر عمر خطاب وژلى دى.
د ملي امنيت عمومي رياست څخه نن خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، په پكتيا، زابل او غزني ولايتونو كې د القاعده ډلې په ضد د ملي امنيت د ځانګړو ځواكونو، ملي اردو او غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو د ګډو عملياتو په ترڅ كې په افغانستان كې د يادې ډلې مشر عمر خطاب، چې په عمر منصور مشهو و، له خپلو ۸۰ كسانو سره وژل شوى دى.

نویسنده: sarwan
14 لیندۍ 1396

په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې د عملياتو په مهال د القاعده شبكې ۲۷ تنه غړي نيول شوي هم دي او پنځه مهم مركزونه يې په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.
سرچينه وايي، په وژل شوو كې د القاعده شبكې مهم قوماندانان قاسم مشهور په خُرم كياني، حسن حمزه او جنېد هم شامل دي.
القاعده شبكې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA