د هلمند د ګرشک ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال په يوه هوايي بريد کې ووژل شو.
د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ امنيه قومندان دويم څارن محمد اسماعيل خپلواک کليد ته وويل، چې نن غرمه مهال د وسله والو طالبانو له خوا ګرشک ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال داود الفت ددې ولايت د موسی کلا او ګرشک ولسواليو ترمنځ سيمه کې د يو هوايي بريد پرمهال د خپلو ۴ نورو ملګرو سره يو ځای وژل شوی دی.
خپلواک زياته کړه، د وسله والو طالبانو ياد ولسوال هغه مهال تر هوايي بريد لاندې راغی، چې د سرې قطعې د وژل شوي قومندان فاتحې ته ورغلی و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


