ټاكل شوې په ولسي جرګه كې د هېواد د ولايتونو استازي نن د ملي يووالي حكومت ۱۲ كانديد وزيرانو ته د باور يا نه باور رايې وركړي.
دا خبره د ولسي جرګې مرستيال منشي عرفان الله عرفان رسنيو ته كړې ده.
دغې جرګې ته د كانديد وزيرانو له لوري د خپلو كاري پلانونو د وړاندې كولو لړۍ دوام لري.
په تېرو دوو ورځو كې د ملي دفاع، كورنيو چارو، كانونو او پټروليم، كار او ټولنيزو چارو، ټرانسپورټ، سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو، اقتصاد، ټولګټو چارو، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ كانديد وزيرانو خپلې طرحې وړاندې كړې.
د جمهور رئيس دويم مرستيال سرور دانش تېره اونۍ ولسي جرګې ته ۱۲ كانديد وزيران ور وپېژندل.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال ۱۵ وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.


