ads

ننګرهار کې د سولې بهير سره ۶ طالبان يو ځاى شول

په ننګرهار کې د مسوولينو د هلو ځلو په ترڅ کې د ملا افسر خان په مشرۍ شپږ وسله وال طالبان د يكشنبې په ورځ د سولې بهير سره يو ځاى شول.

نویسنده: sarwan
13 لیندۍ 1396
ننګرهار کې د سولې بهير سره ۶ طالبان يو ځاى شول

په ننګرهار کې د مسوولينو د هلو ځلو په ترڅ کې د ملا افسر خان په مشرۍ شپږ وسله وال طالبان د يكشنبې په ورځ د سولې بهير سره يو ځاى شول.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو كې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د جګړې له لارې هېڅ يوه مخالفه ډله خپلو هدفونو ته نشي رسېدلى.
هغه پر ټولو مخالفو وسله والو غږ وکړ، چې له وسله وال مخالفته لاس واخلي، د سولې بهير سره يو ځاى شي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
بلخوا د يادې شپږ کسيزې ډلې مشر ملا افسر خان وويل، له څو کلونو راهيسې يې په خوږياڼو ولسوالۍ کې دولت ضد فعاليتونه کول، خو چې کله ورته حقيقت څرګند شو، نو له وسله وال مخالفته يې لاس واخيست او د سولې پروسې سره يو ځاى شول.
ده زياته کړه، تر دې وروسته به له خپل حكومت سره اوږه په اوږه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
د سولې پروسې سره دغو يو ځاى شوو كسانو خپل دوه ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله کربين ټوپکونه، يو ميل راکټ انداز، يو ميل پيکا، دوه پايې مخابرې او نهه عدده شاجورونه د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA