د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې هوايي بريدونه شوي، چې چارواکي په کې د شپږو تنو داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري كليد ته وويل، چې ياد هوايي بريدونه تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او جاني خېلو سيمو کې د ملي اردو ځواکونو کړي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


