غور کې د هوا پېژندنې دستګاه ولګول شوه

غور کې د مټرولوجۍ يا هوا پېژندنې یوه دستګاه نصب او ګتې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ولايت د والي ویاند عبدالحی خطیبي کلید ته وویل، چې د مټرولوجۍ دغه دستګاه د ترکيې هېواد په مرسته د هوايي چلند ادارې له لوري د یونیم میلیونه دالړو په ارزښت د غور په فېروز کوه هوایي ډګر کې ولګول شوه.